خبرونهټولنه

په ننګرهار کې ۲۴۹ ماشومانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل / د سلواغې ۷ مه / باختر

په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د Tdh موسسې په مالي همکارۍ د هسکې مینې ولسوالۍ (٢٤٩) ماشومانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د هغو ماشومانو پر کورنیو ووېشل شوه چې درانه کارونه یې کول.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې؛ په مرسته کې هرې کورنۍ ته (٧٣٠٠) افغانۍ ورکړل شوې.

د ختیځ زون د Tdh ادارې مسوول حسن خان د ماشومانو  درنو کارونو  څخه د مخنیوي،د ماشومانو د زده کړې او خوندیتوب په تړاو پر خبرو سربېره د کورنیو له مشرانو وغوښتل چې خپل ماشومان درنو کارونو ته ونه هڅوي.

د کورنیو مشرانو د مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې تر وسې پورې به ماشومان زده کړو ته وهڅوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته