روغتیا

د کابل په طبي پوهنتون پورې اړوند د شهر ارا روغتون نسايي تدريسي کلينيک پرانستل شو

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
دکابل په طبي پوهنتون پورې اړوند د شهرارا روغتون د نساسي تدريسي کلينيک نن ددغه پوهنتون د رييس له خوا پرانستل شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د دغه کلينيک د پرانستلوپه مراسموکې په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي او د محصلانو د چارو معينانو، د کادري روغتونونو رييسانو، دکابل دطبي پوهنتون يو شمېر استادانو اوپه بګرام کې د امريکا د پوځي ځواکونو د روغتيايي ټيم استازي هم برخه لرله؛ دکابل دطبي  پوهنتون رييس پوهاند ډاکتر شيرين آقا ظريف وويل: دغه کلينيک ديرش  بستري لري او د کابل په طبي پوهنتون پورې اړوند د نسايي ناروغيو لومړى مرکز دى او دغه کلينيک د کابل دطبي پوهنتون او په بګرام کې د امريکا د ميشتو پوځي ځواکونو د روغتيايي ټيم په مالي مرسته جوړ او سمبال شوى دى.
ده زياته کړه چې ددغه کلينيک د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول اوس له بستر کولو پرته دي او د کابل طبي پوهنتون په پام کې لري چې د اړوندو موسسو د مرستو د ترلاسه کولو په صورت کې دغه کلينيک د کابل ښار په کچه د يوسمبال  نسايي او ولادي اکادميک مرکز په توګه لوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته