فرهنګ

د پښتو ژبې د لغوي او فونيميکي توپيرونو پېژندنه تر سرليک لاندې علمي- څېړنيز ورکشاپ پيل شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د افغاستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز او د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د علمي غړو او استادانو له خوا نن د فونيميکي الفبا د کارولو، د لغاتو تغيير ، لهجوي قاموس او د آريانا پښتو او دري قاموس د کار په اړه « د پښتو ژبې د لغوي او فونيميکي توپيرونو پېژندنه » تر سرليک لاندې يو درې ورځنى علمي ـ څېړنيز ورکشاپ پيل شو.
دغه ورکشاپ چې د علومو اکاډمي د بشري علومو د بېلابېلو برخو استادانو او څېړونکو پکې گډون کړى و، د علومو اکاډمۍ د عمومي رئيسې څېړنپوهې ثريا پوپل په پرانيستونکې وينا پيل شو.
دې له پوهانو څخه هيله وکړه  چې په يادو موضوعاتو بايد هر اړخيزه حبرې وکړي او د  بحث پايلې له علمي معيارونو سره سمې تر لاسه شي .
وروسته د څېړنپوه خليل الله اورمړ له خوا د ژبې ، لهجې ، معياري لهجې او معياري ليکدود او د دغه ورکشاپ په هدف او مبرميت هر اړخيزې خبرې وشوې او دغه ورکشاپ د وخت مبرم ضرورت وبلل شو او د ورکشاپ په پايله کې به د کلمو او وييونو د ثبت ستونزه چې زموږ په مروج ليکدود کې تر سترګو کېږي ، تر ډېره بريده حل شي.  ددغه ورکشاپ په دويمه برخه کې چې د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو، د پښتو او دري ژبو په ژبپوهنيزو او لهجوي ستونزو خبرې وشوې او د پښتو او دري ژبې په فونيميک، لهجوي او لغوي توپيرونو او نورو اړخونو خبرې وشوې .
د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ به تر دريو ورځو پورې دوام وکړي او د دغه ورکشاپ پرېکړې به د رسنيو له لارې د هېوادوالو سره شريکې شي ، تر څو هېوادوال هم په دې ډول علمي مسايلو کې برخه واخلي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته