کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
په ننګرهار کې نن پنځه تنه د غلا په تور ونیول شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین دغه کسان د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو له کلي نیولي دي.
د ننګرهار امنیتي موظفینو له نیول شویو کسانو څخه دوه تومانچې او یوه چاړه ترلاسه کړې ده.
ویل کېږي نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ج-ا
6 د یوې دقیقې څخه لږ