خبرونهامنیتټولنه

په ننګر هار کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه د پولیسو په همکارۍ پای ته ورسېده

کابل/ د وري١٤ مه / باختر

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې په تېرو ۲ ورځو کې د دوو قومونو ترمنځ نښته پیل شوې وه چې د پولیسو په همکارۍ پای ته ورسېده.

دغه نښته د جمعې په ورځ  د کروندو د اوبو وېش پر سر پیل شوې وه  او پرون ناوخته د امنیتي ځواکونو له رسېدو وروسته پای ته ورسېده.

د ننګرهار د پوليسو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې ۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې، امنيتي ځواکونو یادې پېښې په اړه ځينې کسان نیولي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته