کابل، د زمری ۲ مه، باختر
جلال آباد مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې، د تېز بارانونو له امله سیلاوونه راوتلې چې مالي او ځاني زیانونه له ځان سره لري.
ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سېلاو له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ تنه د چهاردي په کلي کې اوبه وړي چي تر اوسه یې برخلیک نامعلوم دی او د ۱۰۰ نه زیات کورونه تخریب شوي.
د بټي کوټ ولسوالۍ مسوولینو باختر آژانس ته ویلي، چي د دولتي فارمونو په گډون زرگونه جریبه ځمکه تخریب شوې، همدارنگه د کوټد ولسوالۍ عمومي سړک هم سیلاب تخریب کړی.
د سپین غر، ښېوې، حصارک، روداتو، او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د لسگونو کورونو تخریب ترڅنگ سلگونو جریبه ځمکې تخریب شوي، او همدارنگه په لسگونه (مالونه) هم سېلاوونو وړي دي.
د یادو سېلاوونو له امله د سرخ رود ولسوالۍ اړونډ درونټې ته څېرمه د کابل جلال آباد د لویې لارې پر سر نظرآباد په ساحه کې یو پل سېلاو وړی او عمومي لاره په مٶقت ډول تړل شوې.
په یاده ساحه کې د برېښنا یوه پایه هم تخریب شوې او د ښار په یو شمېر سيمو کې برق پرې شوی دی.
صدیقي