امنیت

په نورستان ولايت کې په نويونښتوکې دڅوارلسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
په داسې حال کې چې دنورستان دختيځ ولايت په ځينو برخو کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري پوځي مقامات دطالبانو دڅوارلسو تنو غړو دوژل کيدوخبرورکړ .
د ډاراچوونکو پرخلاف پوځي عمليات له دريوورځو راپديخوا دنورستان ولايت دنورګرام او دواب  ولسواليو په ځينو برخو کې داردو او پوليسو دسلګونو نتوپوځيانو په ګډون پيل شوي دي او دپخوا په شان  دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په نويو لاس ته راوړنوکې څوارلس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور دپوځيانو له خوا ونيول شول .
ده وويل: له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات  وايي چې د ډار اچوونکو له شتون څخه به دنورستان ولايت دنورګرام او دواب دولسواليو تر بشپړ پاکولو او ددغو سيمو اوسيدونکو ته دامنيت دبيرته راوړلو پورې پوځي عمليات دوام ولري .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته