کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان پوله ساتونکو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه طالبان دافغانستان دسرحدي مامورينو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې، يرغلګرو د ډيورنډ له کرښې څخه له اخوا نورستان ولايت ته ننوتي وو .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ