فرهنګ

د ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان د شهادت دشپېتم تلين درناوى وشو

-جلال اباد باختر د لړم د مياشتې ۱۳ مه
په ننګرهار ولایت کې د ارواښاد ملنګ جان دشهادت شپېتم تلين دهغه د مينه والو او پل نيوونکو له لوري درناوى وشو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،ويناوالو او دپښتو ادب استادانو د ولسي شاعر ارواښاد ملنګ جان په ملي او سياسي فکر ويناوې واورولې او هغه يې دافغانانو دويښتيا او يو والي ښه مبلغ په ګوته کړ.
استاد محمد اصف صميم د استاد بختاني دهغه کتاب له مخې چې زه او ملنګ جان نومېږي د ارواښاد څو خاطرې واورولې او دى يې د لوی افغانستان له خاورې دبېلې شوې برخې ديو ځای کېدو لوی ارمانجن وښود.
صميم له ځوانانو وغوښتل چې د ارواښاد دپښومنډ تعقيب او د فکر پلي کېدو ته يې مبارزه وکړي.
په ورته وخت کې حاجي فضل رحيم د ملنګ جان شاعري د وخت د غوښتنو ښه وسيله وښوده او زياته يې کړه چې، ارواښاد نه يواځې د برې بلکې دکوزې پښتونخوا دپښتنو دويښولو لپاره اشعار ويلي دي او هغه تيري يې په خپلو شعرونو کې غندلي چې دکوزې پښتونخوا پر پښتنو ترسره شوي
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رېيس اورنګ صميم دبهسودو له فرهنګي خلکو مننه وکړه ،چې د ملي شاعر تلين يې په ولسي بڼه درناوى.
صميم وويل:دی به هڅه وکړي،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مټ په هېوادنۍ کچه د ارواښاد ملنګ جان په نامه علمي کنفرانس جوړ کړي.
د بهسودو قومي مشر حاجي معراج او فرهنګي شخصيت شريف الله ناصري له له دولت څخه وغوښتل چې د ملنګ جان مزار ته څېرمه دې د مشاعرو او فرهنګي غونډو لپاره تالار جوړ کړي او دهغه د فکر خپرېدا ته دې پاملرنه زياته کړي.
د غونډۍ په وروستۍ برخه کې مشاعره ترسره شوه، چې ګڼ شمېر شاعرانو د ارواښاد ملنګ جان نيمګړي ارمان او د وطن د ازادۍ په اړه ليکلي شعرونه واورول .
ديادونې وړ ده چې ارواښاد ملنګ جان په دولس ١٢٩٣ لمريز کال د ننګرهار دبهسودو په چميار کلي کې پيدا او په ١٣٣٦ لمريز کال يې ديوې ترافيکي پېښې له امله له کوچني زوی دواجان سره وفات شو او جنازه يې د بهسودو د چميار کلي په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته