امنیت

دولس تنه پوليسان په هلمند کې دباج اخستنې او زورواکۍ په تور ونيول شول

-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
دپوليسو   ١٢  ځواکونه  په هلمند کې  دباج اخستنې او زورواکۍ په تور ونيول شول .
دغه پوځيان  دخلکو له شکايتونووروسته او دامنيتي مقاماتو دڅيړنې په بهير کې دهلمند له ځينو سيمو څخه ونيول شول.
دهلمند امنيه قوماندان  جنرال خليل الرحمن جواد  باختراژانس ته وويل  چې په نيول شويو کسانو له پوځي مقام څخه  دناوړې استفادې او دزورواکۍ  او له خلکو څخه دباج اخستنې تور لګول شوى دى
هغه وويل  چې نيول شوي کسان عدلي اوقضايي  ارګانونو ته معرفي  شوي دي تراوسه پورې  ددغو  پوځيانو دغير قانوني فعاليتونو څرنګوالي  اوددوى هويت  نه ده افشا شوې .
  ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته