ښوونه او روزنه

په نورستان کې دوالګي اوشري دناروغي له امله پنځه تنه ماشومان ووژل شول.

نورستان باختردچنګاښ دمياشتې ٢ :

دافغانستان په ختيځ  دنورستان  په ولايت کې دشري اووالګي دناروغي له امله پنځه تنه ماشومان ووژل شول.

دغه ناروغي له څه مودې را په دې خوا دمندول په ولسوالۍ کې خپرې شوي  او تراوسه پورې په لسګونو ته ماشومان په دغو ناروغيو اخته شوي دي.

دنورستان ولايت دعامې روغتيارييس ډاکتراسماعيل ستانکزي باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې دشري په ناروغي داخته کيدو له امله درې تنه ماشومان اودوالګي په ناروغي داخته کيدوله امله  دوه تنه ماشومان مړه شوي دي.

دمندول ولسوالۍ دبالاګتوال اوچتوکلي هغه سيمې دي چې دغو ناروغيو په تيره بيا دشري ناروغي پکې ليدل شوي دي .

دنورستان دعامې روغتيا رياست دروغتيايي څيړنې دټيم له خوا دورکړشوي احصائيې له مخې، تراوسه پورې په مندول ولسوالۍ کې اته پنځوس تنه ماشومان دشري په ناروغي  اخته شوي دي.

دنورستان ولايت دعامې روغتيادرئيس دڅرگندونوله مخې، دوى په نورستان کې دشري په ناروغي اخته ماشومان تردرملنې لاندې نيولي دي اوهڅه کوي نوروماشومانو ته ددغې ناروغي دخپريدو مخه ونيسي .

ډاکتراسماعيل ستانکزي په نورستان کې دشري دناروغي دخپريدو  اصي عامل کورنى وبللې.

ده وويل  چې داخته ماشومانو کورنى په خپلو ماشومانو دشري دواکسين په تطبيقولو کې بي پروايي کړې ده   خوپه مندول ولسوالۍ کې ځينې سيمه ييز اوسيدونکي روغتيايي کلينيکونو ته دخلکو دلاسبري ستونزه او ددغې ولسوالۍ په ټولو سيمو کې دشري دناروغي دواکسين  يوشان نه تطبيق، په دغې وژونکي ناروغي ددوى دماشومانوداخته کيدواصلي عامل بولى خو دنورستان دعامې روغتيامسوولين دغه ادعاوي ردوي او وايي چې په هغو ځايونوکې چې دشري ناروغي ليدل شوې ده هلته ددغې ناروغي واکسين تطبيق شوى دى او هم په دغو ځايونو کې روغتيايي کلينيکونه شته .

له بلې خوا دنورستان والي تميم نورستاني له باختراژانس سره په تيلفوني اړيکه کې وويل دشري دناروغي په خپرو شويو سيمو کې روغتيايي ټيمونه موظف شوي دي چې داته پنځوسو تنو اخته شويو ددرملنې ترڅنګ په دغې ناروغي دنورو ماشومانو داخته کيدو مخه ونيسي .

په نورستان ولايت کې هغسي روغتون نشته چې وکولاي شي  ددغه ولايت دخلکو دروغتيايي اړتياوو ځواب ووايي خو ددغه ولايت والي تميم نورستاني وايي چې ډير ژر به په پارون ښارکې ديو ستر روغتون دجوړولو کار پيل شي .

دافغانستان  په ختيځ  کې دنورستان ولايت يو لرى پروت ولايت دى اوله پاکستان سره  ګډه پوله لري .

په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو په تيره بيا ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو دشتون له امله په ځينو سيمو کې دبيارغونې اوله دې جملې څخه دروغتيايي خدمتونوپه وړاندي کولوکې دومره باکيفيته کارنه دى ترسره شوى.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا