کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر
د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ۹ تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د نورستان يوه امنيتي چارواکي رسنيو ته ويلي، چې دغه سېلاوونه د دغه ولايت په واماى ولسوالۍ کې راوتلي، چې له امله يې زياتو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
عيني شاهدان وايي، چې د دغو سېلاوونو په راوتلو سره په کوردر سيمه کې د موټرو يو پول چې کونړ او نورستان ولايتونه سره نښلوي په بشپړه توګه ويجاړ او د سلګونو جريبه ځمکو حاصلات یې هم له منځه وړي دي.
\ ذ