خبرونهټولنه

په نورستان کې سېلاو ځپلو ته د مرستو د رسولو بهیر ګړندی شو

کابل، د چنګاښ ۲۰ مه ، باختر

په نورستان کې له سېلاو ځپلو سره د مرستو لړۍ چټکه شوې ده.

په تېرو څو ورځو کې د سېلاوونو ترڅنګ سخت بارانونو کليوالو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په نورستان کې د سېلاوونو د راوتلو له امله څه نا څه  ۹ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نورټپیان شوي دي او دغه راز ويل شوي، چې يو شمېر نور هم تر اوسه لا درکه دي.

د دغو سېلاوونو له امله د کروند ګرو سلګونه جريبه کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه وېجاړ شوي او همدا راز سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

له بلې خوا د دغو سېلاوونو له امله د کونړ او نورستان ترمنځ لوی پل هم وېجاړ شوی دی. هغه پل چې څو ورځې وړاندې د ټولګټو چارو ریاست له خوا ترمیم شوی و.

د نورستان ولايت يوه سيمه ئيز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د کورنيو او بهرنيو مرستندويو موسسو په هلو ځلو او د دغه ولايت له سيلاو ځپلو سره د مرستو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د هغه څرګندونو له مخې، تر اوسه سلګونو کورنيو ته خوراکي توکي، جامې او د کور وسایل رسېدلي دي او سلګونه نورې کورنۍ به هم دغه مرستې ډېر ژر ترلاسه کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته