کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
په نورستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې بهير پيل شو.
په لومړي ګام کې د نورستان له هرې برخې څخه په لسګونه روږدي کسان راټول شول.
زياتره دغه روږدي کسان د نورګرام ولسوالۍ څخه راټول او ټاکل شوې ده په روغتيايي مرکز کې تردرملني لاندي ونيول شي.
د نورستان د والي مرستيال شيخ زرمحمد له باخترآژانس سره په اړيکه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زياتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې هڅه کوي د پوليسو په همکارۍ دغه روږدي کسان راټول او په روغتيايي مرکزونو کې يې درملنه وکړي.
\ ذ