خبرونهاقتصادTOP

په نورستان کې یو بند جوړېږي چې اتیا مېګا واټه برېښنا به تولید کړي

– کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د لغمان د شاهي کانال د رغولو چارې به ډېر ژر پیل شي.

د اوبو او برېښنا وزیر مولوي عبداللطیف منصور پرون ناوخته د نورستان د کله ګوش بند او د لغمان شاهي کانال کتلی دی.

منصور وویل چې شاهي کانال د دوی د پروژو د تطبیق په لومړي سرکې ځای لري او ډېر ژر به یې بودجې ته په کتو د لومړۍ برخې چارې بیا پیل شي.

د اوبو او برېښنا وزیر د نورستان کله ګوش سیمه د بند جوړېدو لپاره یوه مهمه نقطه وبلله او زیاته یې کړه  “د دې بند په جوړېدو سره به ۸۰ میګا واټه برېښنا تولید شي او دا هم زموږ په راتلوونکو پلانونو کې شامله پروژه ده”.

په همدې حال کې د لغمان والي وویل چې شاهي کانال او کله ګوش د لغمان لپاره لویې او با ارزښته پروژې دي، هیله ده چې کارونه یې ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده چې شاهي کانال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د شاهي سیمې څخه سرچینه اخلي او د لغمان د مرکز په ګډون تر سرخکانو رسېږي چې (۳۳) کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا ۲۵ زره هکتاره شاړه ځمکه به خړوبه کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته