خبرونهامنیت

په نورستان کې یو مخالف قوماندان له اسلامي امارت سره یوځای شوی دی

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

په غربي نورستان کې مخالف قوماندان نعمت الله د ولايت مرستيال شيخ زر محمد حقاني په هڅو له اسلامي امارت سره یوځای شوی او له اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړی دی.

قوماندان نعمت الله وويل چې له اسلامي نظام څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ او له دې وروسته به د يو عادي افغان په څېر د اسلامي امارت تر چتر لاندې ژوند کوي.

هغه زیاتوي چې، نور به نه خپله او نه بل چاته اجازه ورکړي چې د اسلامي امارت پر وړاندې خنډ جوړ کړي او فساد ته زمينه برابره کړي.

په همدې حال کې مرستيال والي شيخ زر محمد حقاني وويل چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی، ټول افغانان حق لري چې هوسا ژوند وکړي او د نظام ملاتړ وکړي او له فساد څخه ځان وساتي.

حقاني زیاتوي چې د اسلامي امارت مسوليت دی، چې د خپلو اتباعو ساتنه وکړي، په خبره یې، اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکميت لري او سرتاسري امنيت دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې په نورستان کې اووه جنايي پېښې ثبت شوي او هغه هم حل شوې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته