کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پرون دوه تنه د انسان د قاچاقو په تور نیولي دي.
د نيمروز د پنځم سرحدي کنډک قوماندان ملا ابراهيم حاجي هېواد باختر آژانس ته وويل: دغه کسان هغه وخت ونيول شول، چې غوښتل يې يو شمېر کسان په غيرقانوني ډول د قاچاقو له لارې ايران ته واستوي.
نوموړي وويل؛ په دې اړوند څېړنې دوام لري.
\ ج