خبرونهروغتیا

په نيمروز کې د اکسيجن د توليد يوه دستګاه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

 کابل/ د غوايي٢٨مه/ باختر

په نيمروز کې د اکسيجن د يوې دستګاه د جوړولو چارې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نيمروز د عامې روغتيا رييس مولوي عبدالرحمن “عبدالله” د اکسيجن د دستګاه د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې دغه دستګاه د سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې په ٢٤ ساعتونو کې د ٢٥ بالونونه اکسيجن د توليد ظرفیت لري.

عبدالله زياته کړه، چې د دغې دستګاه په پرانېستلو سره به  د نيمروز په روغتون کې د اکسيجن د کمښت له پلوه  د ناروغانو ستونزې اوارې شي.

د عامې روغتيا رييس يادونه وکړه، چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د ١٢٠ بالونونو په ظرفيت د اکسيجن د توليد يوه دستګاه فعاله شوې وه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته