اقتصاد

په نيمروز کې د خرما د سلګونوبڼونو د جوړولو لپاره هڅې پيل شوې دي

٣١- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
په نيمروز کې د خرما د سلګونو بڼونو د جوړولو کار نن پيل شو.
ټاکل شوې ده د خرما دغه بڼونه په ٢٥ جريبه ځمکه کې د٢ ميليونوشپږ ديرش زرو افغانيو په لګښت په زرنج ښاراو چاربرجک ولسوالۍ کې جوړشي.
د نيمروز د کرنې او اوبو لګولو د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د خرما د دغو بڼونو د جوړولو لپاره د نيالګيو د اېښودلو بهير نن پيل شو.
هغه وويل: حکومت په هېواد کې د خرما د حاصلاتو د زياتوالي په لټه کې دى .
پنځو بڼوالو چې خپلې ځمکې يې د خرما د بڼونو جوړولو ته ځانګړې کړې دي کيمياوي سره او د کار وسايل ترلاسه کړل.
د نيمروز د کرنې او اوبو لګولو د رياست مسوولين وايي چې دغه بڼوال د خرما د حاصلاتو د راټولولو او بڼوالۍ په برخه کې روزل شوي دي.
حکومت هيله لري چې د دغو بڼونو په جوړولو سره په نيمروز کې د خرما حاصلات زيات شي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته