ورزش

په نيمروز کې د موی تاى سيالۍ د افغانستان په اتلوالۍ پاى ته ورسېدې

کابل/ د مرغومې ۴مه/ باختر
د افغانستان، ايران او پاکستان د ورزشکارانو تر منځ د موی تاى سيالۍ پرون د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د افغانستان د ورزشکارانو په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په نيمروز کې د موی تاى سيالۍ په داسې حال کې پاى ته ورسېدې چې افغانستان د سرو زرو د٢١ مډالونو او د سپينو زرو د يو مډال په ترلاسه کولو سره لومړى مقام، پاکستان د سروزرو د يومډال او د سپينوزرو د ٢٠مډآلونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام او دغه راز ايران د سپينو زرو د يومډال په ترلاسه کولو سره دريم مقام وګاټه .
د افغانستان، ايران او پاکستان د هېوادونو تر منځ سيالۍ چې په زرنج ښار کې ترسره شوې وې د نيمروز ولايت د فايترانو په ګډون د هېواد د څو نورو ولايتونو فايترانو پکې هم ګډون کړی و.
د افغانستان د موی تاى د ملي فدراسيون سرپرست مطيع الله نوري د دغوسياليو د ترسره کولو هدف د افغانستان، ايران او پاکستان د هېوادونو تر منځ د دوستۍ ټينګښت وباله او ويې ويل چې دغه سيالۍ په آرامه فضا کې او له کومې ستونزې پرته ترسره شوې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته