کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر
د نيمروز ولايت امنيتي منسوبینو پرون په دغه ولايت کې د پوځي تجهيزاتو يوه زيرمه کشف او ترلاسه کړه.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د کورني امنيت مدیر مولوي خليل الله “عرفان” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نيمروز امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د چهار برجک ولسوالۍ په ميرآباد سيمه کې د پوځي تجهيزاتو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړه.
هغه زياته کړه چې له دغې زېرمې څخه يوه زياته اندازه پوځي تجهيزات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې په اړه څوک نه دي نيول شوي.
ع