خبرونهاقتصاد

په نيمروز کې د ۱۳ پلګوټو د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د زرنج ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې پرون د ۱۳ پلګوټو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د زرنج ښاروال مولوي نورالدین حمزه د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه پلګوټي د زرنج په ښار کې د ۲ میلیونو افغانۍ په ارزښت د (UNHCR  او  Acro) موسسو له خوا جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه پلګوټي پخوا د زرنج ښار په بېلابېلو سيمو کې د یادو مؤسسو او  د ښاروالۍ د انجينرۍ ټيم له لخوا سروې  شوي و، جوړيږي.

/ وزیري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته