کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د نيمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د نيمروز ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس مولوي محمد قاسم محمد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نيمروز ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کې له دغو اړمنو کورنيو سره چې پخوا سروې شوې وې پر هرې کورنۍ ٥٠ کيلو اوړه، ١٠ کيلو وريجې، دوه پاکټه مالګه، ٦ کيلو لوبيا او پنځه کیلو ګرامه بوره ووېشل شول.
د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس زياته کړه، دغه خوراکي توکي د يوه خيرغوښتونکي سوداګر له خوا ورکړل شوي دي.
د يو بل خبرله مخې، د مهاجرت نړيوال سازمان د بدخشان په وردوج او بهارک ولسواليو کې پر ٢٨ سېلاو ځپلو کورنيو سره خوراکي توکي ووېشل.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست يوه چارواکي وويل، چې پرهرې کورنۍ ٥٠ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، بسکویټ، شړۍ او د پخلنځي سیټونه ووېشل شول.
\ ذ