ټولنه

د کرخ خلکو له دولتي بنسټونو سره د همکارۍ ژمنه وکړه

هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
دهرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې ټولنيز اودعدالت غوښتنې خبرې ترسره شوې.
په دغو خبروکې د کرخ ولسوالۍ عالمانو، د پوهنې رياست، امنيې قوماندانۍ، ښاروالۍ، کرنې، عامې روغتيا، ځوانانو او د ښځو د چارو د رياستونو مسوولينو ګډون کړى و او د کليو اوسيدونکو له هغو سره خپلې ستونزې طرحه کړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې:  
د کرخ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د وګړنيو پوليسو لوى مدير سمونوال نورخان نيکزاد د ستونزو په بيانولو او د هغو د لرې کولو په خاطر د مسوولينو د پاملرنې د جلبولو په لاره کې د خلکو رول مهم وباله او ويې ويل: د خلکو له خوا د ټولنيزو ستونزو طرحه کول او هغو ته د مسوولينو ځواب ورکول کولاى شي د يوې سوکالې او آرامې ټولنې د جوړولو زمينه برابره کړي.
څو تنو برخه والو هم د خبرو په ترڅ کې د کرخ ولسوالۍ د سيمه ييزې ادارې          او پوليسو له کاري پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه يې کړه چې د مسوولينو ترڅنګ به د يوه ښه راتلوونکې لپاره هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته