نړۍ

په نږدي راتلوونکې کې دلري واټن ويشتونکې اټومي توغندي دازمايښت لپاره دهند پلان

دهند ددفاعي تحقيق اوپراختيا اداره په برياليتوب سره دآګني_ ٤ توغندي له ازمايښت څخه درې مياشتې وروسته په نږدي راتلوونکې کې دآ ګني _ ٥ توغندي ازمايښت ترسره کوي.

دايران ددولتي خبري ا ژانس دخبرله مخې دآ ګني _ ٤ توغندي دپنځه زره کېلومترو په واټن سره داټومي سرګلولي دليږدونې وړتيالري اودليندي دمياشتې په لومړيو وختو کې به په ازمايښتي ډول وتوغول شي.

دهند ددفاع تحقيق اوپراختيا داداري رييس ويول هيواد يې اوس داټومي بالستيک توغندتيو دتکنالوژي لوړي کچې ته رسيدلي او ازمايښتونه يې دپروګرام له مخې پرمخ ځي .

ده زياته کړه په برياليتوب سره دآګني_ ٤ ازمايښت ثابته کړه چې هند ددغو توغنديو دپراختيا وړتيالري .

ددغي اداري رييس زياته کړه دتکنالوژي له پلوه دچېن اوامريکا دتوغنديو په پرتله آګني _ ٤ توغندي دنړي يو ډير عصري توغندي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته