خبرونهامنیت

په نیمروز کې اته تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل ، د ثور ۲۱ مه ، باختر

د نیمروز د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلا بېلو سیمو کې اته تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په نیمروز کې سلګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي چې ورسره سم د جنايي جرمونو ګراف هم راټېټ شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته