خبرونهټولنه

په نیمروز کې اړمنو کورنيو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل / د غوايي ۱۳ مه / باختر

 په نيمروز کې ۱۰۵ هغو کسانو نغده مرسته ترلاسه کړه چې د زرنج ښار په څلور لارو کې يې خيراتونه را ټولول.

محمد جمعه طيب د نيمروز ولايت مقام استازي د مرستې د وېش په بهير کې وويل چې په دغه مرسته کې پر هر کس ۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

طيب زياته کړه چې د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې لارښوونې له مخې په زرنج ښار کې ښځينه او نارينه سوال ګر سروې او ورسته له هغې پرې نغدې پيسې ووېشل شوې. طیب راتلونکي پروګرام ته په اشارې سره وویل: “له کوچني اختر وروسته به ټول هغه نارینه او ښځینه چې په زرنج ښار کې خیرات راټولوي، په منظم ډول سروې او بایومټریک کېږي ترڅو دوی سره مرسته وشي

. په همدې حال کې اړمنو کورنیو د امیرالمومنین حفظه الله د حسن نیت او شفقت قدرداني وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته