کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۷۶۵ زیانمنو شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه .
د نیمروز ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد قاسم محمد باختر آژانس ته وویل، چې دغه ریاست د (دبیلو. اف. پي. ) موسسې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له ۷۶۵ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
هغه وویل، په دغه مرسته کې وریجې، غوړي، مالګه، بسکویت او د ماشومانو مقوي خوراکي توکي شامل دي.
ع