خبرونهاقتصاد

په نیمروز کې د پیازو ۱۵ زیرمې پرانیستل شوې

فیروز کوه / دلیندۍ/ ۱۰ / باختر
د پیازو د پنځلسو زیرمو د جوړولو کار د کرنیزو محصولاتو د مدیریت له لارې په دغه ولایت کې بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د باختر اژانس خبریال ته وویل چې هره زېرمه د ١٢ ټنو پیازو د ساتلو ظرفیت لري له دغو زیرمو څخه په استفادې سره په نیمروز کې څه ناڅه په سلګونو ټنه پیاز له خرابېدو ساتل کیږي.
هغه زیاته کړه چې دغه زېرمې د١٤میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي چې یوازی په سلو کې لس یی بزګران او په سلو کې نوي یی د کرنې وزارت له خوا ورکړ شوې دي.
پای- سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته