خبرونهاقتصاد

په نیمروز کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د زرنج ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د زرنج ښاروالۍ استازي علي رضا زوري د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د زرنج ښار په مرکز کې هغه سړکونه چې د اورښتونو او د موټرو د تګ راتګ له امله ویجاړ شوي دي، د نورو سړکونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د یاد ښار او د ناحیو ۹۰ سلنه سړکونوچارې د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه  د ۳ میلیونه ۷۸۲ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.

د اسلامي امارت په بریالتوب سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته