کابل، د زمري٤مه، باختر
د کندز امنيتي ځواکونو نن په دغه ولايت کې درې تنه د غلا او د يوې کورنۍ د ٨ غړو د مسمومولو په تور ونيول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي باختر آژانس ته وويل چې د کندز ښار د شپږمې ناحيې امنيتي ځواکونو يو تن له يوې دولتي ادارې څخه د يوي غالۍ د غلا په تور او دوه تنه نور د يوې کورنۍ د ٨ غړو د مسمومولو په تور ونيول.
هغه وويل: مسموم شوي کسان د درملني په موخه د کندز روغتون ته ليږدول شوي دي.
د کندز د روغتون ډاکترانو د دغې پېښې د څلورو تنو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
هغه وويل: نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
\ ذ