کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
په نیمروز ولایت کې پرون عقیدتي شورا ګانې جوړې شوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ دغه عقیدتي شورا ګانې د زرنج ښار د دويمې او څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې جوړې شوې.
د څلورمې امنیتي حوزې عقیدتي آمر قاري ادریس آغا “نقشبندي” وویل، چې د دغو شوراګانو یوه غونډه د څلورمې ناحیې پورې اړوند په قبا جومات کې د ۲۵ تنو په ګډون جوړه شوه.
نقشبندي د شورا پر غړو غږ وکړ، چې د فساد د مخنيوي لپاره له سيمه ييزو چارواکو سره همکاري وکړي.
د دويمې حوزې عقیدتي آمر قاري علي محمد “حيدري” هم په سيستان ښارګوټي کې د شل کسيزې شورا د جوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په دې شورا کې دوه حجاب لرونکي ښځې هم شاملې دي.
دغه شوراګانې د کارونو د ښه کولو او په ځینو مواردو کې د فساد د مخنیوي لپاره کار کوي.
ع