خبرونهټولنه

په نیمروز کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار پای ته ورسېد

 کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

د نیمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ته د ظرفیت لوړولو روزنیزسیمینار پای ته ورسېد.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه سیمینار چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري جوړشوی و، له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا جمعه خان عثماني او د دغه مدیریت د منسووبینو په ګډون پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د معینیت ساحوي لوی رییس مولوي عزیز د دغه سیمینارد جوړولو په اړه وویل، چې د دغه سیمنیار د جوړولو موخه د ظرفیت د لوړولو او د اداري مسایلو پوهاوی وباله.

ملا جمعه خان عثماني د سیمنار د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه په مننې وویل د دغه شان تقویتي سیمینارونو جوړول د دغه مدیریت د منسووبینو د کاري بهیر لپاره ګټور دی او هیله ده چې دغه بهیر په نورو برخو کې هم دوام وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته