– کابل، د غبرګولي ۱۹ مه ، باختر
سلګونو افغانانو غوښتل چې له قاچاقي لارې ایران ته لاړشي خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د نيمروز د پنځم سرحدي کنډک قوماندان ملا محمد ابراهيم )حاجي هېواد( د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نيمروز سرحدي منسوبینو ايران ته د انساني قاچاق ټولې غير قانوني لارې بندې کړې دي.
هغه وويل، چې د دغه کار موخه د هغو هېوادوالو د سر او مال ساتنه ده، چې له هېواده بهر قاچاق کېږي او هېڅ افغان په غير قانوني توګه له هېواده د وتلو اجازه نه لري.
د يادولو وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم لسګونو کسانو غوښتل چې د قاچاق له لارې ايران ته لاړشي، د زرنج ښار د درېيمې امنيتي حوزې د منسوبینو له لوري یې مخه نیول شوې وه.
ع