– کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي په دغه ولایت کې پنځلس تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد مهاجر باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او نسبتي دوسیې یې څارنوالۍ ته وسپارل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په دغه ولایت کې د جنايي پېښو ګراف راټیټ شوی دی.
ن/ر