خبرونهټولنه

په نیمروز کې یوه مدرسه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر

د نيمروز په زرنج ښار کې د بي بي خديجې ( رض ) د مدرسې د ترمیمولو او بيارغونې چارې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د نيمروز د کليو د بيارغونې او پراختيا ریاست سرپرست ملا محمدحق بشير د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په زرنج ښار کې د دغه مدرسې د بيارغونې کار د (پرادتا) موسسې په مالي همکارۍ د دغه رياست له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغې مدرسې د پرانیستلو په مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته