امنیت

په هرات او تخار کې څلور تنه د جنايی جرمونو په تور ونیول شول

کابل / د مرغومې ۲۹ مه / باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو د پلوراو پېر په تور نیولي دي.
د هرات د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ له نیول شویو کسانو څخه ۱۰۰ لېټره الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې د تخار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته