سیاست

دبهرنيو چارو وزارت : دکابل دبهير دويمه غونډه په درې اوونيز ځنډ سره جوړيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت  داداري او منابعو معين پرون په يوه خبري غونډه کې وويل  دکابل  دبهير دويمه غونډه  په لازم تياري  سره په درې اوونيز ځنډ سره جوړيږي .
ډاکتر نصير احمد انديشه  په يوه خبري غونډه کې وويل ټاکل شوې وه  دکابل  دبهير دويمه غونډه دروان ميلادي کال د فبروري  دمياشتې په دويمه  اوونۍ کې په کابل کې جوړه شي خو دغه غونډه به ديو تخنيکي اولوژستيکي تياريو په دليل  په درې اوونيز ځنډ سره جوړه شي .
نصير احمد انديشه زياته کړه په دې غونډه کې به هغه حالت ته په پاملرنې  سره چې دکال له پيل څخه رامنځته  شوي دي هلې ځلې  وکړو  چې دغه حالت په يو ډير ستر کنفرانس کې وڅيړو  چې مهم هېوادونه او په عين حال کې هغه هېوادونه چې په نړيواله کچه په خپلو سياسي اړيکو کې ستونزې لري ، وکولاى شي دافغانستان په باب  په ګډه کاروکړي .
دکابل دبهير  دغونډې  لومړى پړاو دروان کال دغبرګولي په مياشت کې  جوړ شوې وه .
  دکابل  دبهير دويمه غونډه ټاکل شوې وه دڅه ناڅه  ٢٥ هېوادونو او دنړيوالو سازمانونو داستازو په ګډون او د افغانستان دامنيت  په باب دخبرو په موخه دروان کال د سلواغې دمياشتې په لومړى اوونۍ کې جوړه شي .  خو دبهرنيو چارو وزارت دمقاماتو  د څرګندونوله  مخې، دغه غونډه به دښو تخنيکي او لوژستيکي  تياريو په دليل  په درې اوونيز ځنډ سره جوړه شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته