خبرونهاقتصاد

په هرات ولایت کې زرګونه جریبه دولتی ځمکه تثبیت شوه

کابل، غبرګولي۲۱مه، باختر
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هرات کې د زرګونو جریبه دولتي ځمکو د تثبیت خبر ورکړی دی.
د هرات د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۵ زره ۷۸۹ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړه.
یاده شوې ځمکه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري، چې د هرات د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تخنیکي ټیم لخوا تثبیت شوه، او په راتلونکي کې به ترې ګټه پورته شي.
دغه راز د هرات په دوه ولسوالیو کې دوه نوي جوړ شوي کلي تثبیت شوي، چې یو یې د سپین کلي په نوم دی او د هرات په ګذره ولسوالۍ کې موقعیت لري او بل یې شاه اباد کلی دی، چې د پشتون زرغون ولسوالۍ کې موقعیت لري.
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته