امنیت

په هرات کې اووه تنه د ماین په چاود نه کې ووژل شول

کابل /د سلواغې ۳ مه / باختر
په هرات ولایت کې تېره شپه په یوه تونس مسافر وړونکی موټر کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ۷ تنه ووژل شول.
دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني باختراژانس سیمه ییزخبریال ته وویل: پرون ماښام په شپږو بجو او پنځوسو دقیقو د هرات ښاروالې د ۱۲ ناحیې پورې اړوند د حاجي عباس په سیمه کې په یوه تونس موټر کې چسپکی ماین چاودنه وشوه .
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي وویل چې په دې پېښه کې د څلورو ښځو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي او د ۵ ښځو په ګډون د موټر ۱۰تنه سپرلۍ ټپیانې شوې دي.
په هرات کې امنیتی مسوولان وایي د دې پېښې دعاملینو د نیولو په مقصد څیړنې پیل کړې دي.
تراوسه پورې د دغې پېښې مسوولیت چاپه غاړه نه دی اخستی .
سعیده –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته