کابل / د وري ۲ مه / باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې درې تنه د غلا په تور نیولي دي.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي چې امنیتي ځواکونو د هرات د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې درې تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شويو کسانو څخه یوه تومانچه او یوه برچه هم ترلاسه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هرات کې لسګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
ن/ر