امنیت

په هرات کې دوه تنه د شوکمارۍ په تور ونیول شول

کابل / د مرغومې ۲۶ مه / باختر
په هرات ولایت کې دوه تنه د شوکمارۍ په تور ونیول شول
په نیول شویو کسانو تور لګول شوی دی چې د وسلې په زور یې له خلکو نغدې پیسې او قیمتي شیان په زور اخیستل، دغه کسان د هرات ښار د ۶ ناحیې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
د هرات د امنیې قومندانې د رسنیو دفتر د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په هرات ښار کې د غلا او شوکمارۍ په څو مواردو اعتراف کړی پولیس وايي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته و سپارل شي دا په داسې حال کې ده چې د هرات خلک د جنايي پېښو د زیات والي په خاطر اندېښنه لري.
ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته