خبرونهامنیت

په هرات کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

 کابل/ د وري٣ مه / باختر

د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې يې د نشه يي توکو د پلور په تور نن دوه کسان نیولي دي.

دغه کسان د اوبې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه هغه وخت ونيول شول چې په روږدو کسانو يې  نشه يي توکي پلورل.

د هرات د امنيې قوماندانۍ يوې امنيتي سرچينې د باختراژانس خبريال ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه يو کيلو ګرام  ښيښه يي ډوله نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف  کړى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته