کابل، غبرګولي۱۵مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي منسوبینو يې د هرات د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي د کمیشن کارۍ، د اسنادو د جعل او غیر اصولي کار په تور نیولي، او له دندو يې ګوښه کړي دي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو خبرداری ورکړی وو چې له اداري فساد سره یې مبارزره جدي ده او چاته به اجازه ورنکړي چې له خپلې دندې غلطه ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات د پاسپورټ مديريت له پيل څخه تر اوسه د کمیشن کارۍ او د اسنادو جعل کارۍ په تور ۲۲ تنه نيولي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ورپېژندلي دي.
د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ځواکونو په نیمروز کې لسګونه جریبه ځمکه د چرسو له بوټو څخه پاکه کړې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې د چرسو دغه بوټي د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي.
افغانمل