خبرونهاقتصاد

په هرات کې دوه تولیدي کارخانې پرانیستل شوې

کابل، د غبرګولي ۲۱ مه، باختر
په هرات کې ۲ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات له صنعتي ښارګوټې څخه ليدنه وکړه او په دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یې د اوکسیجن د تولید د دوو نویو فابریکو د پومبې او سپین زرو د تولید فابريکې د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت پرانیستلې.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په ترڅ کې وايي چې دغه وزارت هڅه کوي چې په لږ وخت کې د سوداګرو ستونزې لرې کړي او هرات د پانګوالو لپاره د ښه بستر په توګه چمتو کړي.
عزیزي له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګوالۍ لپاره شرایط برابر شوي او بېرته دې هېواد ته راستانه شي.
هغه زیاته کړه چې د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې له هغوی څخه غوښتل شوي هغه مالونه چې په هېواد کې تولیدېږي له بهره دې نه واردوي.
عزیزي وايي چې د صنعت او سوداګری وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعت کارانو لپاره ښه زمینه برابره کړي ترڅو په هېواد کې دننه د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
په همدې حال کې د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رییس حمیدالله خادم وايي چې د پخواني حکومت په پرتله اوس د سوداګرو ستونزې کمې شوې دي.
هغه وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د پانګوالو لپاره شرایط برابرکړي دي.
په همدې حال کې یو شمېر سوداګرو د هېواد په ګمرکونو کې زیات محصول یوه ستونزه وبلله او له حکومت څخه غواړي چې د اوومه توکو د محصول په برخه کې د هېواد له صنعتکارانو سره لازمه همکاري وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د صنعتي ښارګوټي له کارخانو څخه په کتنې سره د کورني تولیداتو نندارتون هم پرانیست.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته