کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر
سلګونو ديني عالمانو، مشرانو او د ګذر وکيلانو په هرات ښار کې په يوه غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د دې غونډې برخه والو وويل چې په وروستيو مياشتو کې له هر وخت څخه زيات په هېواد کې د اسلامي امارت له لوري امنيت تامين شوى او وينا والو د خلکو د يووالي او پيوستون غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې مشرانو وويل چې په نږدې لسو مياشتو کې له هر وخت څخه زيات په هېواد کې امنيت چې د هيواد د خلکو غوښتنه ده تامين شوى او اړتيا ده چې د هېواد هر وګړى د اسلامي امارت له نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له دې هم د هرات خلکو تل د دغه شان پراخو غونډو په جوړولو سره داسلامي امارت له نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړى دى.
\ ذ