امنیت

په هرات کې ديوې ځوانې نجلۍ ناکامه ځان وژنه

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
يوې ځوانې  نجلۍ  چې دهرات ولايت  په غوريان ولسوالۍ کې  په ځان وژنې  اقدام کړې وه ،  ددې دکورنۍ  په هلوځلو سره  وژغورل شوه .
  دغه اتلس کلنې  نجلۍ  غوښتل چې  د دار له لرګۍ  څخه  په استفادې سره  ځان ووژني  چې دکورنۍ  له خوا يې  مخه ونيول شوه .
دهرات پوليس وايي  چې ددغې ناګامې ځان وژنې  دڅرنګوالي په باب   تحقيقات پيل شوي دي .
دهرات  دمرکزي روغتون  وياند محمد رفيق شيرزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ همدا اوس  دعصبي  جراحي په څانګه کې تر ځانګړو څارنو لاندې ده  .
  شيرزي  ددغې نجلۍ  روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته