اقتصاد

دپاملرني موسسې له دوه سوه کورنيو سره مرسته وکړه

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

 په ميدان وردګو  ولايت کې نن  په دوه سوه بي وزلو کورنيو ژمني مرستې وويشل شوې .

 دميدان وردګو ولايت له پيښو سره دمبارزې داداري رييس نجيب الله اکبري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه مرسته دپاملرني  موسسې له خوا په هغو بي وزلو کورنيو  وويشل شوه چې پخوا سروي شوې وې .

 خبرځاى زياته کړه :هري کورنۍ ته څلور بړستني ، يو ترپال  دپخلنځي يو سيټ  لوښي او يوه جوړه ژمني جامې ورکړي شوې .

 خبر ځاى وويل، ددغو مرستو لړي  دميدان وردګو ولايت په مرکز او ولسواليو کې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته