ورزش

د بُست ساتونکي او د عينکو د مسو کان د کرکټ ټيمونه سيالي کوي

کابل/ دتلې ١٦مه/ باختر
د کرکټ د ٢٠ آوريزو سياليو (شپږيزه) په دويمه ورځ، نن د بُست ساتونکى او د عينکو د مسو کان ټيمونه سره لوبه کوي.
په دغو سياليوکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم غړي او نور ځوان لوبغاړي په شپږو ټيمونوکې لوبه کوي.
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د دغو سياليو په اړوند باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ سيالۍ کې پرون د کابل او بند امير ټيمونو سره لوبه وکړه چې د کابل ټيم بريالى شو.
هغه وويل چې دغه سيالۍ د افغانستان په ملي ټلوېزيون کې په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د افغانستان د کرکټ ٢٠ آوريزې سيالۍ د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې لس ورځې نور هم دوام کوي.
راشد خان، محمد نبي، اصغرافغان، ګلبدين نايب، شاهپورځدران او شفيق الله شفق د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم مشهور لوبغاړي د دغه ليګ د شپږو ټيمونو کپيټانان ټاکل شوي دي.
ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته