خبرونهاقتصاد

په هرات کې د خوراکی توکو د متشبثینو ټولنې فعالیت پيل کړ

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر

سوداګر وايي چې د دغې ټولنې په فعالیت سره به کارونه سمون ومومي او د خوراکي توکو په واردولو کې به شته ستونزې حل شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار د دغې اتحادیې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د سوداګرو همکار دی او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي.

د ایران سرقنسل محمد صدیق فر وویل چې دوی له ټولو افغانانو سره همکار دي او په راتلوونکي کې به هم د افغانستان له سوداګرو او خلکو سره مرسته وکړي.

د خوراکي توکو د تجارتي شرکتونو د متشبثینو د اتحادیې رییس نجیب الله خیراندیش فوشنجي د افغانستان له دولت او خلکو سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل چې په اقتصادي برخو کې لوړو پوړیو ته د رسېدو هیله لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي نظام په را تګ سره ګاونډیو هېوادونو له افغان سوداګرو سره سوداګري له سره پیل کړې ده.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته